د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هرات ولایت د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۲:۷
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هرات ولایت د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

۲۵ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د هرات د کرنې ریاست رییس مولوي پیرمحمد حلیمي او د دې ادارې له کارکوونکو سره وکتل.
ملا آغاجان آخند په دې لیدنه کې کارکوونکي د خلکو سره په ښه چلند، تقوا، د آمر اطاعت او د خپلو کاري چارو په ښه توګه ترسره کولو ته توصیه کړل.
نوموړي زیاته کړه: « د عایداتي سرچینو زیاتولو ته ډېره پاملرنه وکړئ، ځکه چې د هېواد اقتصاد په کرنه او مالدارۍ پورې تړلی دی، او د کارکوونکو ټول معاشونه له داخلي عایداتو څخه ورکول کېږي. باید عایداتي سرچینو ته ډېره پاملرنه وشي.»
د هرات د کرنې رییس مولوي پیر محمد حلیمي، د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له سفره مننه وکړه او ویې ویل: « ښه اخلاق د یوه ښه کارمند ځانګړنې دي. د هرات ۸۵سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. موږ باید غوره خدمات وړاندې کړو او ښه چلند وکړو، او موږ ټول فرمانونه او احکام پلي کوو.»
په دې لیدنه کې د عشر او زکات د راټولو تنظیم، له غصب څخه د راګرځول شویو ځمکو په کرایه ورکول یا کرل. د مخابراتي انټنونو تشخیص او د بزګرانو د اضافي غنمو په اخیستلو او زېرمه کولو کې همکارۍ، په اړه خبرې وشوې.
په پای کې، د بیې ټاکنې او معاینې (نمونې اخیستلو) کمېته د صنعت او سوداګرۍ، کرنې، ښاروالۍ او مستوفیت ریاستونو او د ولایت مقام له استازو څخه جوړه شوه، ترڅو د بزګرانو اضافي غنم واخلي او زېرمه یې کړي.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با رییس و کارمندان ریاست زراعت ولایت هرات
۲۵ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت هرات با مولوی پیرمحمد حلیمی رییس و کارمندان ریاست زراعت آن ولایت دیدار کرد.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار کارمندان را به رویه نیک با مردم، تقوا، اطاعت از آمر و اجرای امور کاری به وجه احسن توصیه کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت افزود:« منابع عایداتی را افزایش دهید چون اقتصاد کشور وابسته به زراعت و مالداری است، تمام معاشات کارمندان از عایدات داخلی پرداخت میشود باید در منابع عایداتی توجه بیشتر نمایید.»
مولوی پیرمحمد حلیمی رییس زراعت ولایت هرات ضمن قدردانی از سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت به این ولایت گفت:« اخلاق حمیده از اوصاف کارمند خوب است، ۸۵ فیصد مردم هرات در زراعت و مالداری مصروف هستند، باید ارایه  خدمات بهتر و رویه نیک داشته باشیم، ما تمام فرامین و احکام را تطبیق می‌نماییم.»
انسجام در جمع آوری عشر و زکات، اجاره دهی زمین‌های استرداد شده و یا کشت آن، تشخیص آنتن‌های مخابراتی و همکاری در خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین از موارد بحث این دیدار بود.
در اخیر، کمیته نرخ گیری و معاینه (سمپل گیری) با ترکیب نماینده گان از ریاست های صنعت و تجارت، زراعت، شاروالی، مقام ولایت و مستوفیت تعیین تا گندم مازاد دهاقین را خریداری و ذخیره سازی نمایند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت