دکرنې وزارت د تخمونو د تقصدیق ورکونې رییس د هلال ګروپ ګدامونو څخه لیدنه وکړه
۲۴ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخمونو د تصدیق د ورکړې رییس مولوي صدیق رحماني په داسې حال کې، چې د ننګرهار د کرنې ریاست د تخمونو تصدیق امر غافر الله کانوال یي ملتیا کوله په ختیځ زون کې د هلال ګروپ د سیمه ییز دفتر، غنمو د پاکارۍ پروسې او د غنمو له ګدامونو څخه لیدنه وکړه.
مولوي صدیق الله رحماني په دغه لیدنه کې خوښي څرګنده کړه، چې هلال ګروپ په پراخه پیمانه د بېلابېلو نوعو (ورایټو) غنمو تخم تولید کړی او له کر څخه تر دې دمه یې ټولې مرحلې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تصدیق ورکړې امریت له لوري تقیب شوي او دا دی په معیارونو برابر بشپړ تخم سند یې ترلاسه کړی دی.
ښاغلي رحماني پر غنمو سربېره د هلال ګروپ له لوري د سبو د اصلاح شوي تخم د هایبریډ او«او،پي» پروسې په پیلیدا خوښي څرګنده کړه او د لا ښه والي په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې.
د هلال ګروپ د ختیځ زون د سیمهییز دفتر مسول ډاکټر عبدالغفار لودین د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، تخمونو ته د تصدیق ورکړې رییس په مشرۍ د راغلي پلاوي په راتګ او د هلال ګروپ له دفتر څخه په لیدنې خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې څرګند کړ چې په خپله ټول توان سره به هڅه وکړي، چې د تخمونو د تولید په برخه کې لا زیاتې لاسته راوړنې ولري.