د ننګرهار په درې ولسوالیو کې کورني بې ځایه شوي او بېوزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۰ - ۱۴:۳۷
د ننګرهار په درې ولسوالیو کې کورني بې ځایه شوي او بېوزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۲۰ تله ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو د روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادۍ ودې په پار داځل د ننګرهار په درې ولسوالیو «بهسود، کامې او چپرهار» کې ۳۰ بېوزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وکړه.
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي: «د ننګرهار ولایت بهسودو، کامې او چپرهار ولسوالیو کې مو د هالنډ هېواد په مالي مرسته او د افغانستان لپاره د کليو د بيا رغولو ادارې (RRAA) په همکارۍ پر ۳۰ بېوزله کورنیو د هګیو چرګان او د چرګانو روزنې اړونده توکي ووېشل.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغو ۳۰ بېوزله کورنیو د اقتصادي ځواکمنتیا په پار پر هرې کورنۍ ۳۲ د هګیو چرګان، د چرګان ۱۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.

ددې برنامې برخمن شوي مېرمنې له دې برنامې څخه د مننې او خوښۍ ترڅنګ وویل چې، د چرګانو روزنه د دوی د کورنیو په اقتصادي وده کې له دوی سره مرسته کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت