خوست کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې هلې ځلې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۲:۸
خوست کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې هلې ځلې

۱۵ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
خوست کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د خوست دکرنې رييس مولوي محمد زمان عمري په مشرۍ غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د خوست دکرنې رییس او د کمېټې مشر مولوي محمد زمان عمري لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې دی یوشمېر اشخاصو ترمنځ حقوقي دوسيې، وڅېړل شول او په هکله یې لازمې پرېکړې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شول.
له دې غونډې وروسته دخوست د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې یوه ډله د مولوی محمد زمان عمري په مشرۍ د خوست مرکز اړوند کاروان سرای سیمې ته ولاړ او هلته یې د پمپ سټېشن او غصب شویو ځمکو څخه لیدنه وکړه.
بايد وويل شي، چې د خوست ولايت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولايت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نيولي او ترڅنګ يې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۳
Background image

کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت