د کندز کرنې ریاست انګړ کې یو جومات جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو
۱۱ وری ۱۴۰۳ه.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د خلکو او ملي سوداګرو په همکارۍ د یو ملیون افغانیو په لګښت یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کندز ولايت مقام د دفتر رييس مولوي عبدالغفور شهیدزی، الحاج مولوي امانالله حسن د کرنې او مالدارۍ رییس، د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر رییس مولوي نجیب الله غفور، د ارشاد حج اوقافو ریاست استازو، علمای کرامو او خبریالانو ګډون کړی و.
پیل کې د کندز ولايت د کرنې او مالدارۍ رییس الحاج مولوي امانالله حسن خبرې وکړې وویل، چې په هره اداره کې د جوماتونو درلودل یو اړتیا ده، په همدې موخه نن د کرنې ریاست په انګړ کې هم یو باب جومات د خلکو او ملي سوداګرو په همکارۍ د یو ملیون افغانیو په ارزښت له ټولو ځانګړتیاوو سره په پاخه او اساسي ډول جوړ او نن رسماً د لمونځ کونکو پرمخ پرانستل شو.
دغهراز پهدې پرانیست غونډه کې دکندز ولایت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر او د شکایتونو اورېدو رییس مولوي صاحب نجیبالله غفور په خپلو خبرو کې د کندز کرنې او مالدارۍ ریاست له مسوولینو څخه د جومات د جوړېدو له امله د مننې ترڅنګ وویل: «په هره سیمه کې باید د اتحاد او یووالي لپاره جامع جوماتونه جوړ شي، ځکه د جوماتونو په جوړېدو نهیواځې پنځه وخته لمونځونه په جمعه ترسره کېږي بلکې د مسلمانانو اتحاد او یووالي ښکارندويي هم کوي.»
همدا راز د ولایت مقام د دفتر رييس مولوي عبدالغفور شهیدزی وویل، چې له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت د نورو پراختیايي پروژو د پلي کېدو د ځانګړي پاملرنې ترڅنګ په کندز ولايت کې سږ کال له لسو څخه ډېر دیني مراکز او جوماتونه جوړ کړي دي، چې ځینې نور هم تر کار لاندې دي.