خوست کې د املوکو لسګونه جریبه بڼونه جوړېږي
۲۶ کب ۱۴۰۲ه.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «او،آر،ډي» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د شمل، لکڼ او متون په ولسوالیو کې د املوکو بڼونو د ترویج او پرختیا په موخه پر ۲۷۰ بزګرانو د املوکو نیالګې وېشي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په یادو ولسوالیو کې د ۲۷۰ بزګرانو د سروې چارې بشپړ شوي دي او په نږدې راتلونکې کې به پر یادو بزګرانو د املوکو اصلاح شوي نیالګي ووېشل شي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو او بڼوالو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د املکو بڼونو ترویج او د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.