د لوګر دکرنې رییس د همکارو مؤسسو له چارواکو سره دهمغږۍ غونډه دائره کړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۱:۵۷
د لوګر دکرنې رییس د همکارو مؤسسو له چارواکو سره دهمغږۍ غونډه دائره کړه

۲۴ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي په مشرۍ په داسې حال کې چې د یاد ریاست آمرینو هم شتون درلود د سکتوری مؤسسو له  چارواکو سره د همغږۍ ګډه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د لوګر دکرنې رییس مولوی سیدامین هاشمي د ۱۴۰۲ لمریز کال په لړ کې د همکارو مؤسسو له کړنو او هڅو د مننې ترڅنګ د هغوی ګړنې وستایلې او د لازیاتو هڅو غوښتنه یې ترې وکړه.
 د غونډې په لړ کې د عوایدو آمر قاری عبدالبصیر شاهد د همکارو مؤسسو له چارواکو وغوښتل، چې راتلونکی کال لپاره د مرستو لړۍ پراخه کړي، ترڅو لرې پرتې والسوالۍ هم ترې برخمنې شي.
په ورته وخت کې دسکټوري مؤسسو استازو خوښ دي، چې د کرنې او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندی په پوره همغږی ملت ته کار کوی او په ټولو برخو کې یې د همکارۍ ډاډ څرګڼد کړل.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت