بهرنیو او کورنیو پانګوالو د جلبولو په پار د کړنلارې د تنظیم په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۱:۳۸
بهرنیو او کورنیو پانګوالو د جلبولو په پار د کړنلارې د تنظیم په موخه غونډه دائره شوه

۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله له لارښوونو سره سم پانګوالو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جلب او جذب په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې غونډه دائره شوه.
دغه غونډه د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ، د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم، د اجارې او پانګونې لور رییس ملا عبدالظاهر امین، مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف، د خصوصي سکتور د پراختیا رییس مفتي عبدالرحیم شاهد، د وزارت مقام حقوقي سلاکار بشیر احمد پیام او د کرنې وزارت د بېلابېلو څانګو یو شمېر کارپوهانو په شتون کې، کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د ځمکې اجارې د لنډمهالې کړن لارې چمتو کولو په موخه دائره شوې وه.
دا کړن لاره د عاليقدر امیرالمومنین حفظ الله په لارښونه،  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء په منظورۍ، د ځمکې د تنظیم قانون تر تصویب پورې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د ځمکې د اجارې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو برابرول په موخه جوړېږي.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه، مالي او اداري مرستیال د یادې کړنلارې د چمتو کولو په موخه یوه کمېټه وټاکل، ترڅو پرې کار وکړي او هڅه وکړي، چې په طرزالعمل کې د ښکېلو خواوو ټول حقوق او مسوولیتونه په روښانه او دقیق ډول تعریف کړي.
د دې کړنلارې د جوړولو موخه د کرنې، مالدارۍ او نورو برخو کې د پانګونې د زمینې برابرول دي، چې د هېواد د اقتصاد د ودې لامل کېږي او خلکو ته د کار زمینه برابرېږي.

جلسه‌ای به منظور ترتیب طرزالعمل جلب سرمایه گذاران خارجی و داخلی دایر شد 
۹ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه به منظور تهیه طرزالعمل فراهم سازی سهولت برای سرمایه گذاران و  جلب سرمایه گذاران داخلی و خارجی مطابق به هدایت عالیقدر امیرالمومین حفظه الله در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد.
این جلسه به رهبری ملا آغا جان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت با حضور مولوی محمود مظلوم رئیس اراضی، ملا عبدالظاهر امین رئیس عمومی اجاره دهی و سرمایه گذاری، مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی، مفتی عبدالرحیم شاهد رئیس توسعه سکتور خصوصی،  بشیر احمد پیام مشاور حقوقی مقام وزارت  و شماری از متخصصین بخش های مختلف وزارت زراعت پیرامون تهیه طرزالعمل موقت جهت فراهم سازی زمینه اجاره دهی زمین برای سرمایه گذاران داخلی و خارجی برگزار شد.
این طرزالعمل مطابق پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و تایید مقام ریاست الوزرا امارت اسلامی افغانستان  و هدایت عالیقدر امیر المومین حفظه الله به منظور فراهم سازی سهولت‌ها لازم در اجاره دهی زمین برای سرمایه گذاران داخلی و خارجی الی منظوری قانون تنظیم امور زمین داری ساخته می‌شود.
در جلسه‌ای که به این منظور ترتیب شده بود معین مالی و اداری کمیته‌ای را توظیف کرد تا بالای تهیه طرزالعمل متذکره کار نمایند و تلاش نمایند تا در طرزالعمل تمام حقوق و مسوولیت‌های طرفین به گونه واضح و دقیق مشخص گردد.
هدف از ساخت این طرزالعمل فراهم سازی زمینه سرمایه گذاری برای سکتور‌های زراعت، مالداری و سایر سکتورهای که باعث رشد اقتصاد کشور و فراهم سازی زمین کار برای مردم می گردد می باشد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

وخت خورا تنګ دی؛ غرفې لږې دي، نو بیړه وکړئ!

 

د کرنې او مالدارۍ برخې پانګوال او متشبثین کولای شي، چې له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې خپل تولیدات معرفي او بازار ته وړاندې کړي. په دغه نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د پلور د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د کرنې وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک، د کرنې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۴۰
Background image

غزني کې د پنځو زرو نیالګیو د کېنولو او ۱۵ لویو شنو خونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمداسماعیل شکیب، د چاپېریال ساتنې مؤسسې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي. . .

بازگشت