د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۰:۰
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس سره وکتل

۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مشر ښاغلي ریچارډ ترانچارډ سره وکتل.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ تخنیکي سلاکارانو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مرستیال نجیب امیرزي هم حضور درلود.
په ياده ناسته کې دکرنیزو تخمونو، کیمیاوي سرو او د څارویو خوراکي توکو د وېش او د ريشخور د لبنياتو د فابريکې د فعالولو، په مناسب موسم کې د فعاليتونو پر پيل او د پروژو د تطبيق په برخه کې د همغږۍ په اړه خبرې وشوې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال وویل: «غوره ده چې د پروژو چارې په شفاف ډول تطبیق او د خلکو لپاره یې اغېزمنتیا زیاته شي، ترڅو خلک له بې وزلۍ څخه خلاصون ومومي، د پروژو له فعالیت څخه هم باید څارنه وشي، ترڅو وړاندیز شوي معیارونو سره سم کار وکړي، خلکو سره مرستې ووشي او ودانیزې چارې ترسره شي.»
 ښاغلي ټرینچارد په خپلو خبرو کې د دغې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې راتلونکې اوونۍ به د ترکیې په استانبول ښار کې د مرستو د جلبولو په اړه یو کنفرانس جوړ شي او هڅه به وکړي، چې د افغانستان د کروندګرو او بزګرانو اړتیاوې ورسره شریکې کړي، ترڅو د مرستې زمینه برابره شي.

دیدار معین زراعت و مالداری با رییس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد 
۹ حوت ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی صدراعظم‌ عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با آقای ریچارد ترانچارد رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد مقیم افغانستان  دیدار نمود.
در این دیدار مشاوران تخنیکی معینیت زراعت و مالداری و نجیب امیرزی معاون سازمان خوراک و زراعت ملل متحد نیز حضور داشتند.
در نشست  متذکره پیرامون چگونگی تطبیق پروژه‌ها در بخش توزیع تخم‌های بذری، کودکیمیاوی، خوراکه حیوانی و فعال‌سازی فابریکه لبنیات ریشخور، راه‌اندازی فعالیت‌ها در فصل مناسب و هماهنگی در  تطبیق پروژه‌ها، صحبت صورت گرفت.
معین زراعت و مالداری گفت:" بهتر است پروژه‌ها در شفافیت تطبیق شود و موثریت آن به مردم بیشتر باشد تا از محتاجی خلاص شوند، همچنان از جریان فعالیت پروژه‌ها نظارت صورت گیرد تا با معیاری‌های پیشنهادی کار نمایند، به مردم کمک شود و عمرانات  نیز صورت گیرد".
آقای ترانچارد در صحبت‌هایش پیرامون فعالیت‌های این سازمان معلومات داده و اظهار داشت که در هفته آینده در شهر استانبول کشور ترکیه کنفرانسی پیرامون جلب‌ کمک‌ها دایر می‌شود و کوشش می‌نمایند تا در آن  نیازمندی‌های دهقانان و مالداران افغانستان را  شریک سازند تا کمک‌ها فراهم شود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو. . .

بازگشت