کندز ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۵:۲۲
کندز ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

۲ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نور جلال جلالي، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي او د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق رییس مولوي صديق الله رحماني یې ملتیا کوله، شمال ختيځ زون ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندز ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له رياست څخه ليدنه وکړه او د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ ریاست د چارواکو ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.
په یاده لیدنه کې د کندوز د کرنې رییس مولوي امان الله حسن د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د تېرو څو کلونو د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو په هکله معلومات ورکړل او په یاد ولایت کې یې د لا زیاتو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
ورته مهال دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د یاد ریاست کړنې او فعالیتونه وستایل، یاد ولایت کې یې د لا ډېرو پروژو د پلي کولو ژمنه وکړه او هغوی ته یې د چارو د لا ښه‌والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي عثماني د کندز دکرنې ریاست له چارواکو او د تخمونو د تولیدوونکو شرکتونو له رییسانو سره په غونډه کې د اصلاح شویو تخمونو د تولید او چمتو کولو په اهمیت  خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې افغانستان له انحصار او بې وزلۍ څخه د خلاصون او د ځان بسیا پر لور تلل د سمو څېړنو او اصلاح شویو تخمونو چمتوکولو ته اړتیا لري.
په دې غونډه کې دغه راز ګډوالو خپلې ستونزې او نظرونه هم شریک کړل، چې دکرنې او مالدارۍ مرستیال له خوا دوی ته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۳
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون سږ کال د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي له ۲مې څخه تر ۵مې نېټې پورې د کابل په بادام‌باغ کې په لاره اچول کېږي.

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون سږ کال د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي له ۲مې څخه تر ۵مې نېټې پورې د څلورو ورځو لپاره، د « عصري کرنه او مالداري؛ د خوړو خوندیتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

دننګرهار لعلپورې ولسوالی کې د ۲۰ کیلومتره کانالونو پاک‌کاري او بیارغونه بشپړه شوه

٦ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
٨ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د اوبو لګولو د سیستم د ښه والي په موخه د ۲۰ کیلومتره کانالونو پاک‌کاري او د یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۹
Background image

ننګرهار کې د نیالګیو روزونکو د ستونزو حل په پار ناسته وشوه

۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خوني رییس اجمل رحماني او د نیالګیو روزونکو ټولنې مسؤل روح الله مومند او نورو چارواکو د نیالګیو. . .

بازگشت