د هلمند مارجه کې بڼوالو او بزګرانو ته د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه زده کړې ورکول کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۰:۲۸
د هلمند مارجه کې بڼوالو او بزګرانو ته د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه زده کړې ورکول کېږي

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند دمارجې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا د یادې ولسوالی  بزګرو او بڼوالو ته د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي.
 په دې لړ کې بزګرو ته د بېلابېلو نباتي ناروغیو مخنیوی او د  لایلم سلفر په نوم د حشراتو له منځه وړلو ترکیبي درملو دجوړولو او کارولو  په اړه  هر اړخیزې زده کړې ورکول کېږي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د مرکز لښکرګاه په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځه شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت