ننګرهار کې د څارویو فارمونو څخه څارنه و شوه
٣٠ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
٨ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ امر په مشرۍ یو ګډ پلاوي په کامي او کوز کونړ ولسوالېو کې د غواګانو او چرګانو له فارمونو څخه لیدنه ترسره کړه.
د ننګرهار دکرنې ریاست د مالدارۍ امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودي وویل، په ننګرهار کې غواګانو او چرګانو د فارمونو ارزونې موخه په دې ولایت کې د غوښې، او شېدو د تولید کچې معلومول، اصلاح شوی نسلونو ترویجول، مالدارانو ظرفیت لوړونې، ستونزو په نښه کول، د حیواني محصولاتو د تولید زیاتوالي او ګڼو نورو برخو تشخیص او په نښه کول دي.
فارم لرونکو او مالدارانو د مالدارۍ امر څخه د ناروغیو مخنیوی، چینجیو ضد درملو، حیواني خوراکي، واکسینونو او ګڼو نورو برخو کې د مرستو غوښتني وکړي.
بهسودي وویل، ددوی غوښتنې او ستونزي به د کرنې وزارت سره شریکي کړي او دچنجیو ضد درملو، واکسینونو او حیواني خوراکي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ننګرهار کې د چرګانو ۱۵۰۰ او د غواګانو ۷۴ فارمونه شتون لري؛ چې سلګونه خلکو ته پکي د کار زمینه هم برابره شوې ده.