د کندز امام صاحب کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
۱۴ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د کندز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ او د «او.آر.ډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د امام صاحب ولسوالی پر ۹۰۰ مستحقو بزګرانو د غنمواصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
دغه مرستې دکندز دکرنې ریاست، په کندز کې د ملګرو متلونو دخوړو او کرنې ادارې مسوول، «او.آرډي» مؤسسې مسؤلینو، یوشمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پر یادو بزګرانو ووېشل شوې.
باید وویل شي، چې یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی، په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره ورکړل شوي دي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.