پغمان کې پر سلګونه کاریګرو د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې
۱۳ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د کابل ولایت په پغمان ولسوالی کې هغه سلګونه کاریګرو ته، چې په بېلابېلو کرنیزو پروژو کې په کار بوخت دي نغدې پیسې ورکول کېږي.
یادې پروژې د کابل ولایت پغمان ولسوالی د کرنې مدیریت تر څار لاندې، زرګر درې، سموچک، حکیم کلا، پشه یي او کوبکي پلي شوي دي، چې مالي او تخنیکي چارې یې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له خوا سمبال شوي دي.
ددغو پروژو د پلي کولو موخه د اوبو د ضایعاتو مخنیوی، د بزګرانو کروندو ته پروخت د اوبو رسول، خلکو ته د کار زمینه برابرول او په ټوله کې د اوبو مدیریت دی.