هلمند کې لسګونه بزګران روزل کېږي
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دکرنیزو چارو آمریت اړوند، د بوټو ساتنې او قرنطین مدیریت کارکوونکو لخوا د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ګڼو بزګرو ته د غنمو له تخمونو سره د زیان رسونکو ژوندیو حشرو د له منځه وړلو په موخه د (ویتاواکس يا تیرام) په نوم د نباتي درملو د کډولو او کارولو په هکله په عملي او نظري توګه عامه پوهاوی ورکول کېږي
ددې ترڅنګ ددغو روزنیزو پروګرامونو په ترڅ کې دغنمو د توره کي يا سياقاق په نوم نباتي ناروغۍ چې د غنمو، اوربشو اوجوارو د وږو او پاڼو د ایستلو په وخت کې را منځته کېږي او شنو کروندو ته زیان رسوي، چې له امله یې حاصلات کموي او يا هم کروندې له منځه وړي، همدارنګه د یوریا سرې څخه د جوړې شوې سپرې او لایلم سفر په نوم د حشراتو له منځه وړلو ترکیبي درملو د جوړولو او کارولو لارې چارې هم بزګرانو ته ښودل کېږي.
ددغو روزنیزو پروګرامونو موخه د بزګرانو وړتیاوې لوړول، د کرنیزو محصولاتو د ناروغیو مخنیوی او د حاصلاتو زیاتوالي له لارې د بزګرانو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.