د لوګر محمدآغه کې ۱۳ بېلابېلې کرنیزې پروژې پلي شوي دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۱:۳۴
د لوګر محمدآغه کې ۱۳ بېلابېلې کرنیزې پروژې پلي شوي دي

۳  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د محمد آغې په ولسوالۍ کې د کرنې او اوبولګولو په برخه کې ۱۳ پروژې پلي کړي دي.
د چارواکو په خبره په دغو پروژو کې سلګونو کسانو ته د لنډمهال لپاره د کار زمینه برابره شوې وه، چې ټولیز لګښت یې څلور میلیونه او ۵۲۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ ده، چې یاد پیسې په نغدي بڼه ددغو پروژو پر کاریګرو وېشل کېږي.
په یادو کرنیزو پروژو کې ۶۰۳ تنه په کار بوخت دي، چې هر یوه کاریګر ته ۷۵۰۰ افغانۍ د میاشتني معاش په توګه ورکول کېږي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د محمدآغې ولسوالی ولسوال مولوی میرهاشم حزب الله ددغو پروژو پر پلي کېدو خوښي څرګنده او له نورو مرستندویه مؤسسو هم د ورته پروژو، چې مستقیمه ګټه یې ولس ته رسېږي د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
ددغو پروژو د پلي کېدو موخه خلکو ته د کار زمینه برابرول او په ټوله کې د اوبو مدیریت او دکرنې پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت