کونړ کې د کب روزنې د ترویج په پار هڅې کړندي شوې

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۰ - ۱۴:۲۲
کونړ کې د کب روزنې د ترویج په پار هڅې کړندي شوې

کونړ کې د کب روزنې چارې او فارمونه د ودې په حال کې دي او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج او دودولو په پار د کب روزنې د ګڼ شمېر فارمونو د جوړولو ترڅنګ ددې ولایت له کب روزونکو سره هر اړخیزې تخنیکي او مالي مرستې او همکارۍ کړي دي. ددغو مرستو او همکارویو په دوام داځل دکونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ۲۲،۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ګرمو اوبو ماهیانو د بچیو د تولید هچري او ۲۰ بابه د ماهیو یوجریبه فارمونه جوړ او ددې ولایت د چارواکو په شتون کې رسماً پرانیستل شول.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه د کونړ والي عبدالستار میرزکال، د کونړ دکرنې رییس انعام الله ساپی، د ولایتي شورا رییس خان مشواڼی او ددې ولایت یو شمېر چارواکو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون درلود.
د کونړ د کرنې رییس انعام الله ساپی وویل، چې د کرنې وزرات له خوا ددې ولایت د کبانو روزنې د فارم لرونکو د ملاتړ او په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج په پار د
۲۲،۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ګرمو اوبو ماهیانو د بچیو د تولید د هچري، چې د ۲.۲ میلیونه د ماهیانو بچیو د تولید وړتیا لري او د کب روزنې ۲۰ بابه یو جریبه فارمونه چې هر یوه یې د دوه زره کبانو د روزنې وړتیالري جوړ او رسماً پرانیستل شول.
د کونړ د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په
۱۳۹۸ یم کال کې په دې ولایت کې د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار یوشمېر پروژې په پام کې نویل شوي دي، چې په دغو پروژو کې پر فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل او د کبانو روزنې نوي فارمونه جوړول شامل دي.
ښاغلی ساپی وویل، چې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار په پام کې ده، چې په دې ولایت کې د کبانو ډېر شمېر فارمونه جوړ شي.
په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر څه باندې دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري او له دغو فارمونو څخه په کال کې څه باندې
۱۰ زره ټنه کبان تولیديږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیا ولایت ته د عشر او زکات د تنظیم لوی رییس سفر

۱۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد او ورسره مل پلاوي د خپل کاري سفر په ترڅ کې پکتیا ولایت کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د اوبو سپما او کرنیزې ودې د پروژو چارې پیل شوې

۱۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا ددې ولایت د یایمیرداد په ولسوالی کې د کلیوالي ودې او پراختیا د پروګرام په ترڅ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش ريیس مولوي محمد سعید او د د. . .

بازگشت