ګالري

د عصری مسلخونو جوړېدل نه یوازې دا چې، د غوښې او اړونده فرعي محصولاتو د کیفیت او ارزښت د لوړوالي لامل کېږي، ترڅنګ یې خلکوته د کار زمینه برابرېږي او کارمونده ورسره پراختیا پیدا کوي.

پر مسلخونو پانګونه، هغه تشه چې د تولید، کیفیت او د کورنیو او سیمه ییزو مارکېټونو په تقضا کې اغېزې لري، تر یوه کچه ډکوي.

ګیلاس (الوچه) له هغو مېوو څخه ده، چې خلک یې زیاته خوښوي، نه یوازې خلک ګیلاس په تازه ډول کاروي، بلکې له وچې مېوې او د جوس په بڼه هم ترې ګټه اخلي، چې ډېر روغتیایي ګټې هم لري. د کرنې وزارت د بادام باغ څېړنیز فارم ګیلاس په انځورونو کې.

په ښارونو او کلیو کې څاروي په دودیزه بڼه حلالېدل، وینه او نور اضافي توکي یې د بدبویي او ناروغیو لامل کېدل، چې د مسلخونو په جوړېدو سره به دا ستونزه تر ډېره کچه هواره شي.

د درې عصري مسلخونو چارې بشپړ شول

د هېواد په کچه د بروسلوز او طبق (FMD) ناروغیو د واکسیناسیون پیل

کونړ کې د شفتالو د حاصلاتو ټولولو وروستي ورځې د کونړ ولایت د نرنګ په ولسوالۍ کې دا بڼ څو کاله مخکې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ د کونړ د کرنې ریاست له خوا جوړه شوې ده.

د ژوند بڼو نړيوالې ورځې په مناسبت د وحشي ژویو او طبیعي مناظرو د انځورونو نندارتون څخه د خلکو لیدنه، په انځورونو کې.

د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه بزګرانو ته دا وړتیا ورکوي، چې په پراخه کچه سابه او مېوې تولید کړي او ښه عاید لاسته راوړي

د شاتو مچیو نړیواله ورځ

خوست کې د کرنیزو محصولاتو ساتنې په پار د کرنیزو محصولاتو مدیریت ۶۸ پروژې پلي شوي او د مېوو او سبو ۲۸ وچوونکي دستګاوې هم وېشل شوي دي.

د مڼو او انارو صفرانرژۍ سړوخونو اغېزې

د کونړ ولايت بڼوالۍ لپاره ښه بستر لري. زردالو يو خوږه مېوه ده چې دنورو ولايتونو ترڅنګ کونړ کې يې هم بڼونه ډېر دي. په انځورونو کې د کونړ مرکز اسعد آباد ښار او نرنګ ولسوالۍ د بڼونو زردالو دي.

د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه د هېواد د تازه مېوو او سبو د ضایعاتو په مخنیوي کې مهم او رغنده رول لوبوي.

د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې له لارې، د کونړ په ولایت کې د ۱۱۰ پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.

د افغانستان د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۱۰۶۸۵ ودانیو په جوړولو سره، د هېواد په کچه دکال څه باندې ۱۶۵ زره مټریک ټنه کرنیز توکي په معیاري ډول زېرمه او ساتل کېږي.

Pagination