‎د لغمان په علیشنګ ولسوالی کې ۱۰۰۰ مالدارانو سره د څارویو دخوراکي توکو مرسته وشوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۷:۳۰
‎د لغمان په علیشنګ ولسوالی کې ۱۰۰۰ مالدارانو سره د څارویو دخوراکي توکو مرسته وشوه

 

‎د لغمان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «AREA» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د علیشنګ ولسوالی پر۱۰۰۰ مالدارانو د څارویو متراکم خوراکي توکي او د شوتلو تخمونه وېشلي دي.
‎ددې مرستې په لړ کې هر مالدار ته ۲۰۰ کیلو ګرامه د څارویو متراکم خوراکي توکي او د شوتلو درې کیلو ګرامه تخمونه وېشل شوي دي.
‎د لغمان ولایت دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د څارویو متراکم خوراکي توکي د بېوزله مالدارانو د اقتصادي پیاوړتیا، حیواني محصولاتو زیاتوالی او د مالدارانو د کورنيو خوړو خوندیتوب په موخه وېشلي دي.
‎بايد وويل شي،چې دکرنې وزارت د همکارو بنسټونو په مرسته د يوې طرحې پر اساس په ټول هېواد کې پر مالدارانو د څارويو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل کړی دی، چې تر دې دمه زرګونه مالداران ترې برخمن شوي دي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت