یوشمېر کوچي پاراوټرنرانو ته د روزنې ترڅنګ روغتیایي تجهیزات ورکړل شو

naim.rezai
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۵:۲۱
یوشمېر کوچي پاراوټرنرانو ته د روزنې ترڅنګ روغتیایي تجهیزات ورکړل شو
۱۵ تله ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د خلکو په کډون د کرنې او مالدارۍ برنامه «CLAP» اته کوچي پاراوټرنرانو ته د سیمه ییزو کرځنده کلینیکونو د جوړولو په پار د روزنې تر څنګ روغتیایي کڅوړې او اړیت تجهیزات ور کړي دي.
د څارویو د روغتیايي توکو اړونده کڅوړې پر یادو پاراوټرنرانو له شپږ میاشتنۍ روزنیزې دورې وروسته وېشل شوي دي.
دغه پاراوټرنران د خوست، بلخ، بغلان، کابل، لغمان او پروان ولایتونو دي، چې د شپږ میاشتنۍ روزنیزې دورې په لړ کې یې د څارویو د یوشمېر ناروغیو درملنه او د واکسینو لارې چارې زده کړي دي.
په دغو کڅوړو کې په هره کڅوړه کې ۳۰ طبي تجهیزات شامل دي، چې په کوچي مېشتو سیمو کې د حیواني کلینیکونو د جوړولو په موخه وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره یاد روزنیز پروګرام د وټرنرانو د ظرفیت لوړولو، د ښو خدماتو د عرضې او د کوچیانو د مالونو د خوندي کولو په برخه کې خورا اړین ګام دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت