کندهار کې ۴۰ بې‌ سرپرسته او معلولو کورنیو ته د څارویو خوراکه او اړین توکي ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۰:۵۰
کندهار کې ۴۰ بې‌ سرپرسته او معلولو کورنیو ته د څارویو خوراکه او اړین توکي ووېشل شول

۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د پایداره معیشت مؤسسې (اس.ال.او. اې) په همکارۍ  د کندهار ښار په پنځمه او لسمه ناحیه کې ۴۰ بې‌ سرپرسته، بېوزله او معلولو کورنیو ته د ۴۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د څارویو متراکمه خوراکه او اړین توکي ووېشل شول.
د کندهاردکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت آمر حافظ حمیدالله وايي، چې د یادې مرستې لپاره شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د نوم‌لیکنې لړۍ ترسره شوې وه، چې اوس هرې مستحقې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلوګرامه د څارویو متراکمه خوراکه، ۲۵ کیلو بوس، ۲۵ کیلو ارداوه، یو پارسل وچ پروړ او د غوجلې جوړولو لپاره ۳ زره افغانۍ نغدې مرسته ووېشل شوه. د هغه په وینا نږدې راتلونکي کې به یادو کورنیو ته د همدې پروژې له لارې نسلي وزې هم ووېشل شي.
د دې مرستې موخه د بېوزلو، بې‌سرپرسته او معلولو کورنیو اقتصادي ملاتړ، د هغوی لپاره په کور دننه د کار زمینه برابرول، د هغوی اقتصادي وضعیت ته وده ورکول او د اړتیا په وخت کې د لازمو مرستو برابرول دي، ترڅو یادې کورنۍ وکولای سي له اقتصادي پلوه پیاوړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار کرنې ریاست په دې وروستیو کې د مالدارۍ په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي. د کندهار د کرنې ریاست هڅه کوي، چې مالدارانو ته د اړتیاوو پر مهال مؤثرې مرستې ورسوي. د دې هڅو په دوام، تېره ورځ هم د هالنډ کمیټې په مرسته، په پنجوايي ولسوالۍ کې ۳۳ مالدارو ته د معیاري غوجلو جوړولو لپاره اړین توکي وېشل شوې وه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت