کندهار کې لسګونه بزګران د زعفرانو کرکیلې په برخه کې وروزل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۰:۴۱
کندهار کې لسګونه بزګران د زعفرانو کرکیلې په برخه کې وروزل شول

۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار په پنځو ولسوالیو کې ۷۰ تنه بزګران د زعفران اغیزمنې کرنې روزنیزو پروګرامونو کې ګډون وکړ، چې ورسره به ډېر ژر د اصلاح شوو تخمونو د وېش لړۍ هم پیل شي. چارواکي وایي دا ګام د کوکنارو بدیل او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه اخیستل شوی دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې د کندهار د کرنې ریاست تر رهبرۍ لاندې د دامان، خاکریز، نېش، میانیشین او معروف ولسوالیو کې د زعفران کرنې ځانګړې روزنیز پروګرامونه ترسره کړل. په دې پروګرام کې هرې ولسوالۍ کې ۱۴ تنه بزګران وروزل شول.
د کندهار دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس الرحمن موسی وایي، د روزنې په ترڅ کې بزګرانو ته د زعفران کرنې عصري لارې چارې، د ځمکې چمتو کول، د تخم اېښودلو او اوبو لګولو مناسب وختونه، د حاصل راټولول او د راتلونکو فصلونو لپاره د تخم ساتلو مهارتونه وروښودل شول.
چارواکي زیاتوي، چې د روزنې موخه د زعفرنو کرنې د کیفیت لوړول، د بزګرانو عاید زیاتول او بزګران د بدیلو معیشتي لارو چارو پر لور هڅول دي. د کندها د کرنې ریاست په وینا، ډېر ژر به یادو روزل شویو بزګرانو ته د زعفرانو اصلاح شوي تخمونه هم ووېشل شي، ترڅو په خپلو ځمکو کې عملي کرنه پیل کړي او د کوکنارو پر ځای له دې قیمتي بوټي څخه ښه ګټه ترلاسه کړي.


آموزش دهقانان در زمینه کشت زعفران در کندهار
۶ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
در پنج ولسوالی ولایت کندهار، ۷۰ تن از دهقانان در برنامه‌های آموزشی کشت مؤثر زعفران شرکت کردند که به‌زودی روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده نیز آغاز خواهد شد. مسؤولان می‌گویند این اقدام به‌عنوان بدیل کوکنار و برای تقویت اقتصادی دهقانان روی دست گرفته شده‌است.
این برنامه‌های آموزشی در چوکات بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و به رهبری ریاست زراعت کندهار در ولسوالی‌های دامان، خاکریز، نیش، میانیشین و معروف برگزار شد. در هر ولسوالی ۱۴ تن دهقان آموزش دیدند.
مولوی شمس‌الرحمن موسی، آمر امور زراعتی ریاست زراعت کندهار می‌گوید: در جریان آموزش به دهقانان روش‌های عصری کشت زعفران، آماده‌سازی زمین، زمان مناسب غرس تخم و آبیاری، چگونگی جمع‌آوری محصول و مهارت‌های نگهداری تخم برای فصل‌های آینده آموزش داده شد.
مسؤولان می‌افزایند هدف از این آموزش‌ها ارتقای کیفیت کشت زعفران، افزایش عواید دهقانان و تشویق آنان به سوی بدیل‌های معیشتی است. به گفته ریاست زراعت کندهار، به‌زودی تخم‌های اصلاح‌شده زعفران برای دهقانان آموزش‌دیده توزیع خواهد شد تا در زمین‌های‌شان کشت عملی را آغاز کنند و به جای کوکنار، از این گیاه قیمتی بهره‌مند شوند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت