کندهار کې د وټرنرۍ او د مالدارۍ کاروباریانو د ثبت لړۍ روانه ده
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې یې د وټرنرۍ او د مالدارۍ په برخه کې د کاوراریانو د ثبت او راجستر لړۍ پیل کړی دی، چې په ترڅ کې یې ددې ولایت د دامان ولسوالی دنساجي پله، منډحصار، مهمند، شوراندام، غره کلي،خوشاب، حکیم جان کلي کې د وټرنرۍ او د مالدارۍ په برخه کې د کاوراریانو د ثبت او راجستر ترسره او په ترڅ کې یې یوشمېر تاریخ تېر درمل راټول شوي دي.
د کندهار دکرنې ریاست د چاراکو په خبره دغه لړۍ د کندهار دکرنې ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمریت او د کندهار پوهنتون دکرنې پوهنځۍ د وروستي کال زده کړیالانو په همکارۍ ترسره کېږي.
دغه چاره د وټرنرانو او د مالدارۍ په برخه کې د بوخوتو کسانو د دقیقې احصایې ټولول، د وزارت د کړن لارې مطابق د وټرنرانو او د مالدارۍ کاروباریانو برابرول، د جوازو اخیستلو او په معیارونو برابرو مالدارانو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي دي.