کندهار کې د اوبو سپما لپاره د څاڅکې سیستم د پلي کېدو په پار هڅې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۷
کندهار کې د اوبو سپما لپاره د څاڅکې سیستم د پلي کېدو په پار هڅې

د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو ځمکو د اغېزمنې خړوبونې او د اوبو د سپما په موخه د قطري یا څاڅکو سیستم د پلي کېدو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.
په همدې موخه د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب د یاد سیستم د جوړولو مسؤل انجنیر محیب‌الله هوتک سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لورو د څاڅکو سیستم د عملي پلي کېدو، د بزګرانو د اسانتیا او د اوبو د سپما په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.
مولوي عبدالرشید منیب د قطري سیستم ګټې «کم لګښت، اسانتیا او د اوبو سپما» وبللې او له مسؤل انجنیر څخه یې غوښتنه وکړه، چې له بزګرانو سره د دې سیستم په پلي کولو کې نږدې همکاري وکړي. هغه ټینګار وکړ چې بزګرانو ته دې د عملي نمونو له لارې د دې سیستم د اغېزمنتیا په اړه بشپړ معلومات ورکړل شي، څو د کرنیزو ځمکو خړوبونه په عصري او اغېزمن ډول ترسره شي.
د کندهار د کرنې رییس همدارنګه د عامه پوهاوي لپاره د راډیویي خپرونو او فوسټرانو له لارې د خلکو د خبرتیا پراخولو خبره وکړه او د اړوندو شرکتونو د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
په همدې حال کې، انجنیر محیب‌الله هوتک د قطري سیستم د پلي کېدو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په ولسوالیو کې به بزګرانو ته د عملي مثالونو له لارې د دې نوې طریقې ګټې وروښودل شي، څو په کمو اوبو ډېره ځمکه خړوبه کړي. هغه د کرنې ریاست همکاري حیاتي وبلله او ژمنه یې وکړه، چې خپلې هڅې به لا چټکې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د انجنیر محیب‌الله هوتک خصوصي شرکت تر اوسه په کندهار کې پر شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکه د قطري سیستم پلي کړی او هڅه کوي، چې د کرنې ریاست سره په ګډه دا نوښت د نورو سیمو کروندګرو ته هم وغځوي.

تلاش‌ها برای تطبیق سیستم قطره‌ای به منظور صرفه‌جویی در آب در کندهار
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار به هدف آبیاری مؤثر زمین‌های زراعتی و صرفه‌جویی در مصرف آب، تلاش‌های خود را برای عملی‌سازی سیستم قطره‌ای (چکانی) افزایش داده است.
به همین منظور، مولوی عبدالرشید منیب رئیس زراعت، آبیاری و مالداری کندهار با انجنیر محیب‌الله هوتک، مسئول تطبیق این سیستم، در دفتر کارش دیدار کرد. در این ملاقات، دو طرف روی چگونگی عملی‌شدن سیستم قطره‌ای، سهولت برای دهقانان و صرفه‌جویی آب به‌طور همه‌جانبه بحث و تبادل نظر نمودند.
مولوی عبدالرشید منیب، مزایای سیستم قطره‌ای را «کم‌هزینه بودن، سهولت و صرفه‌جویی در آب» عنوان کرد و از مسئول انجنیر خواست تا در اجرای این سیستم با دهقانان همکاری نزدیک داشته باشد. او تأکید کرد که دهقانان باید از طریق نمونه‌های عملی، به‌گونه کامل با مؤثریت این روش آشنا شوند تا زمین‌های زراعتی‌شان به‌صورت مدرن و مؤثر آبیاری گردد.
رئیس زراعت کندهار همچنان بر آگاهی‌دهی عامه از طریق نشرات رادیویی و نصب پوسترها تأکید کرد و اطمینان داد که شرکت‌های مربوطه همکاری همه‌جانبه خواهند داشت.
در همین حال، انجنیر محیب‌الله هوتک بر تطبیق سیستم قطره‌ای اطمینان داد و افزود که در ولسوالی‌ها، دهقانان از طریق نمونه‌های عملی با فواید این روش جدید آشنا خواهند شد تا بتوانند با مقدار کم آب، زمین بیشتری را آبیاری کنند. او همکاری ریاست زراعت را حیاتی دانست و تعهد کرد که تلاش‌هایش را سرعت خواهد بخشید.
قابل یادآوری است که شرکت خصوصی انجنیر محیب‌الله هوتک تاکنون در حدود ۵۰۰ جریب زمین در کندهار سیستم قطره‌ای را تطبیق کرده و در تلاش است تا با همکاری ریاست زراعت این ابتکار را به دهقانان دیگر مناطق نیز گسترش دهد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو  ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

نورستان کې پر دوه زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۳۶
Background image

نورستان ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ټرایکوډرما کارول پروګرام پیل شو

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د ت ټرایکوډرما. . .

بازگشت