کندز کې له ۲۰۰ زیانمنو کورنیو سره د سبو، مېوو او لبنیاتو د پروسس وسایلو مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۹
کندز کې له ۲۰۰ زیانمنو کورنیو سره د سبو، مېوو او لبنیاتو د پروسس وسایلو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ژغورنې نړۍوالې کمېټې «آی.آر.سي» د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ سره، د سبو، مېوو او لبنیاتو د پروسس وسایل د کونډو او بې‌سرپرسته کورنیو لپاره په دشت ارچي او امام صاحب ولسوالیو کې ووېشل.
د پروګرام له مخې، ۱۰۵ کورنۍ په دشت ارچي او ۹۵ کورنۍ په امام صاحب کې له یادو مرستو برخمنې شوې. یاد وسایل په ځانګړي ډول د هغو کورنیو لپاره برابر شوي، چې د عاید سرچینې یې محدودې دي او د خپل ژوند د ښه والي لپاره د پروسس په برخه کې د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو وړتیا لري.
مسؤولینو وویل، دغه مرسته نه یوازې د کورنیو د اقتصادي ستونزو په کمولو کې مرسته کوي، بلکې د پروسس په برخه کې د عاید وړو فرصتونو د رامنځته کولو لپاره یوه مهمه هڅه ده.
ګډونوالو د مرستو له وېش څخه خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې دغه ډول برنامې د کورنیو د ځان بسیاینې او د سیمه‌ییز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ارزښتناک رول لري.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته‌بندۍ پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي. دغه پروسه نه یوازې د کورنیو د عایداتو په لوړولو کې مرسته کوي، بلکې د کرنیزو توکو د ضایع کېدو مخنیوی هم کوي او د کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اغېزناک رول لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت