کندز کې د مني کمپاین په ترڅ کې ۳۰۰ تنو ته د بادام او شفتالو بڼونه جوړول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
ایجاد ۳۰۰ باغ بادام و شفتالو در جریان کمپاین خزانی در ولایت کندز

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د بڼوالۍ د تولیداتو د پیاوړتیا او د کروندګرو د ژوند د ښه‌والي په موخه، د مني کمپاین په چوکاټ کې د «ډاکار» دفتر له‌خوا د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، ۳۰۰ تنو لپاره د بادام او شفتالو بڼونه په چهاردرې، قلعه ذال او د کندز ولایت په مرکز کې جوړ شوي دي.
دغه برنامه د کندز د کرنې ریاست د کارکوونکو په تخنیکي نظارت او حضور کې عملي شوه، او هر ګټې اخیستونکي ته اصلاح شوي د بادام او شفتالو نیالګي ووېشل شول او په ټاکل شوې یوه جریبه ځمکه کې کرل شوي دي. د دې کمپاین موخه د کروندګرو عاید زیاتول، د معیار سره سم بڼوالۍ پراخول او د کرنیزو ځمکو ښه استفاده بلل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د داسې پروګرامونو تطبیق د کرنې اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د کروندګرو د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي په برخه کې مهم رول لري، او دا لړۍ په راتلونکي کې هم دوام لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت