کندز کې د ممګلي د اوبو لګولو کانال چارې په بشپړېدو دي

content_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۵:۴۹
کندز کې د ممګلي د اوبو لګولو کانال چارې په بشپړېدو دي

۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د آمو پنځمې حوزې سکتوري پروژې چارواکي وایي، چې د کندز د ممګلي د اوبولګولو کانال چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي، چې پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د ممګلي د اوبو لګولو کانال د کندز ولایت مرکز اړوند سیمه کې موقعیت لري.
یاد کانال د ګل تیپې له عمومي کانال څخه سرچینه اخلي او په ټولییزه توګه اوه کیلو متره اوږدوالی لري. دا کانال ۱۸ درېیمه درجه کانالونه لري او په ټوله کې یو زر او ۲۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي. د یاد کانال په بشپړیدو سره به د سیمې د بزګرانو کرنیز حاصلات لوړ او د اوبو د ضایعاتو اساسي مخنیوی وشي. ددې کانال څخه ۲۵ کورنیو ته په نیغه توګه ګټه رسېږي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت اړوند د آمو پنځمې حوزې سکتوري پروژه د هېواد په درېوو ولایتونو (بدخشان، تخار او کندز) کې د اوبو لګولو، آبریزو، ننداریزو ټوټو او همدارنګه بزګرانو ته د روزنیزو پروګرامونو په برخه کې کار کوي. یاده پروژه د آسیايي پراختیايي بانک (ADB) او اروپایي ټولنې (EU) لخوا تمویل او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا پلي کېږي. نوموړې پروژه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د اوبو لګولو یو زیات شمېر دویمه او درېیمه درجه کانالونه بشپړ کړې او همدارنګه د یو شمېر کانالونو رغنیزې چارې تر کار لاندې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۲۵
Background image

د نورستان په مرکز پارون کې د وټرنرۍ کلینیکونو د معیاري کولو لپاره عصري تجهیزات او وسایل ووېشل شول

۲۱ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په همغږۍ او د «ډي‌ارسي» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست له‌خوا برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۱ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

د لغمان د کرنې رییس د «آیسو» مؤسسې د کرنیزو پروژو له مسؤل سره وکتل

۲۱ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، مولوي سلیمان ایمن، د خپل کارپه دفتر کې د «آیسو» مؤسسې د کرنیزو پروژو له مسؤل، انجنیر فضل الحق وفا،. . .

بازگشت