کندز کې د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه ۸۰ بې‌وزله کورنیو ته د خوراکي توکو وېش

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۴۴
توزیع کمک‌های غذایی به ۸۰ خانواده نیازمند در ولایت کندز

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا او د بې‌ وزله او زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د «دست به دست» دفتر له‌ خوا د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د دې ولایت په مرکز کې ۸۰ اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول.
د وېش دغه بهیر د «دست به دست» دفتر د استازو او د کندز ولایت د کرنې او اقتصاد ریاستونو د کارکوونکو په حضور کې ترسره شو، چې هرې کورنۍ ته د خوراکي توکو بسته ورکړل شوه، تر څو د خوړو ناامني راکمه، د اړمنو کورنیو د ژوند شرایط ښه او اړینو خوراکي توکو ته د هغوی لاسرسی زیات شي.
په پای کې، له مرستو برخمنو کورنیو د دغو مرستو له امله مننه وکړه او د دوامدار خوړو د خوندیتوب د تامین په موخه یې د ورته ملاتړیزو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت