کلیوالي پرمختیایي پلانونو کې د اقلیم بدلون ته پاملرنه

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۱۴:۵
کلیوالي پرمختیایي پلانونو کې د اقلیم بدلون ته پاملرنه

دهقان (بزګر) اوونیزه
اقلیمي بدلونونه نه یوازې دا چې، د طبیعي چاپېریال د بدلېدو لامل ګرځي، بلکې د نا اټکله پېښو لکه د ګردونو او شګو د سختو توپانونو، سېلابونو او وچکالۍ لامل هم ګرځي او ترڅنګ یې اقلیمي بدلونونه د توندو بارانونو او ګرمو – سړو څپو له راتګ سره مختلفې پایلې لکه: د څښاک او کرکیلې د اوبو کمښت، د ځمکو شاړېدو د بهیر پراختیا، د ځنګلونو له منځه تلل او د استوګنیز چاپېریال ککړتیا له ځانه سره درلودلې دي. پر هېواد د اقلیمي بدلونونو د احتمالي اغېزو او ترڅنګ یې د پلان جوړونې محدود وړتیاوو ته په کتو افغانستان په نړۍ کې د اقلیم پر وړاندې یو ترټولو ډېر زیان منونکی هېواد په توګه درجه بندي شوی دی.
له ښه مرغه په دې وروستیو کلونو کې حکومت دې برخې ته ډېره پاملرنه کوي او د نورو اړوندو ادارو ترڅنګ د کرنې وزارت په اډانه کې هم یوشمېر پروژې دي، چې د اقلیمي بدلونونو د ګواښونو د ټېټولو په برخه کې کار کوي. له دغو پروژو څخه یو هم د کرنې وزارت د اقلیم بدلون له کبله د رامنځته کېدونکو پېښو د ګواښونو کمولو پروژه(CDRRP) ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اقلیم بدلون له کبله د رامنځته کېدونکو پېښو د ګواښونو کمولو پروژه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په اډانه کې د «GEF» په مالي مرسته پلي کیږي.
یاده پروژه د ننګرهار ولایت په بهسودو، کامې او کوز کونړ او د جوزجان ولایت په خانقا، فیض اباد او خواجه دوکو ولسوالیو کې د ۳۰سیمه ییزو شوراګانو پرمټ فعالیت کوي.
ددې پروژې موخه د اقلیم بدلون له کله د طبیعي پېښو کمښت، د فزیکي شتمنیو او ځاني زیانونو مخنیوي او د زیانمونو ټولنو اقتصادي ودې او ښه معیشت لپاره زمیني برابرول او د اړوندو بنسټونو پیاوړي کول دي.
د اقلیم بدلون له کبله د رامنځته کېدونکو پېښو د ګواښونو کمولو پروژه(CDRRP) ددې ترڅنګ چې د اقلیمي بدلونونو پر ارزونه، څارنه او تحلیل تمرکز کوي او پر ماشومانو، ښځو، لویانو او معلولیت لرونکو خلکو د اقلیمي بدلونونو ګواښونه په ګوته کوي، د اقلیمي بدلونونو د ګواښونو کمولو په موخه پرمختیایي شوراګانو ته روزنیزې برنامې هم په لاره اچوي، ترڅو دوی وکولای شي، چې د خپلو پلانونو په جوړولو کې د اقلیمي بدلونونو ګواښونو کمولو ته هم پاملرنه وکړي.
د دغو روزنیزو پروګرامونو په لړ کې د یادې پروژې له خوا د ۱۵ پرمختیایي شوراګانو غړو لپاره روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه، چې په دې روزنیز پروګرام کې د یادو ۱۵ شوراګانو رییس، مرستیال، منشي، خزاندار او د شورا د کلسټر مشرانو ګډون درلود. ددې روزنیز پروګرام موخه دا وه، چې څنګه د کلیو په پراختیایي پروګرامونو کې د اقلیم بدلون ته پاملرنه ووشي او د اقلیم بدلون په پراختیايي پروګرامونو کې څنګه ځای پرځای شي، چې هم دوی ته د منلو وي او هم په ټولنه کې د پلي کېدو وړ وي، څنګه پلان واضح شي او موخې څنګه په ښه ډول تشریح شي.
په دې روزنیز پروګرام کې د یادو ۱۵ شوراګانو له ډلې یو هم د «سراچې نغلو» پرمختیایي شورا وه.
سراچه نغلو پرمختیایي شورا د بهسودو ولسوالۍ ختیځ ته پرته پر نفوسه شورا او د یادې ولسوالۍ له هغو پرمختیایي شوراګانو څخه دی، چې ډېرې کرنیزې ځمکې لري او هم یې ډېری خلک په کرنیزو چارو بوخت دي. خلک یې بېوزلي او منځنۍ اقتصادي لرونکي دي، د کرنیزو ځمکو لپاره په کافي اندازه اوبه لري، خو ویالې او ورخونه یې معیاري او پاخه نه دي له همدې وجې د کال په ځینو میاشتو کې کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخامخیږي او ترڅنګ یې یاده شورا د اقلیم بدلون له ډول ډول ناورینونو سره مخامخ دي، لکه سېلابونه، بې موسمه بارانونه، ږلۍ، طوفانونه، افتونه او ناروغۍ، شدیده ګرمي او یخنۍ، چې تر دې دمه یې د یادو ناورینونو څخه ډېر زیانونه هم لیدي دي.
دا چې دوی څنګه وکولای شي، چې په خپلو پلانونو کې د اقلیم بدلون ته پاملرنه وکړي په همدې موخه د اقلیم بدلون له کبله د رامنځته کېدونکو پېښو د ګواښونو کمولو پروژې(CDRRP) له خوا دوی ته روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.
د سراچې نغلو پرمختیایي شورا مشر ملک ننګیالی مجاهد وایي، چې دا ډېر ښه روزنیز پروګرام وه، موږ په دې روزنیز پروګرام کې د اقلیم بدلون په هکله ډېر څه زده کړل. په دې وپوهېدو چې څنګه کولای شو په پلان کې داسې مثبت شیان زیات کړو چې زموږ د ټولنې په ګټه وي. ملک ننګیالی مجاهد وویل: «که زه تاسو ته یو مثال در کړم، موږ په پلان کې لیکلی وو، چې موږ ته دې برېښنا جوړه شي، خو واضح کړئ مو نه وه، چې کوم ډول برېښنا، خو اوس مو په دې روزنیز پروګرام کې زده کړل او وپوهېدو چې پلان کې باید واضح شي، چې کوم ډول برېښنا ته اړتیا لرو، چې اقلیم ته زیان ونه رسوي؛ د بېلګې په توګه وارداتي برېښنا، لمریزه برېښنا او یا اوبیزه برېښنا او داهم باید په ډاګه شي، چې پروژه باید څوک پلي کړي.»
په دې روزنیز پروګرام کې د نارینه و ترڅنګ مېرمنې هم ګډون درلود د شورا یوتن ګډونوالې جلیله وایي: «دا ډېر ښه پروګرام وو ځمکه موږ ښځو ته په کې د ګډون او په پلان کې د خپلو نظرونو بشپړ حق راکړل شوې وه، او ترڅنګ یې په دې وپوهېدو چې څنګه یو ښه او د ټولنې اړتیاوو ته په کتو ټول شموله پلان جوړ کړو ترڅو مو کلي له شته ګواښونو خوندي شي.»
ددې روزنیز پروګرام د بل ګډونوال او د شورا غړی شرف الدین په وینا اقلیمي بدلونونه په نړیواله کچه یو ناورین دی، چې نړۍ او په ځانګړې توګه زموږ هېواد په څېر غریبو خلکو ته یې ډېر زیانونه اړولي دي. په دې روزنیز پروګرام کې مو دا زده کړل، چې د هرې پروژې په پلي کېدو کې باید د اقلیم بدلون ته پاملرنه ووشي، ترڅو داسې پروژې پلي نه شي، چې له وجې یې زموږ کلي او ولسوالۍ له زیان سره مخ شي.
د شورا یو تن ګډونوال ګل سعید بیا وایي، چې زموږ په کلیوالي  پرمختیایې پلانونو کې د پروژو د پلي کېدو په اړه درې کټګورۍ دي، مخکې موږ نه پوهېدو چې دا کټګورۍ څه معنی لري او دا د چا مسولیت دی، خو په دې ورزنیز پروګرام کې تر ګډون وروسته په دې وپوهېدو که چیرته موږ د یوې پروژې د تطبیق په هکله اوله کټګوري کې د چیک() علامه وکړه دا مانا چې ددې پروژې د پلي کېدو چارې به د کلیوالو خلکو په غاړه وي، که چیرته موږ په دویمه کټګوري کې د چیک() علامه وکړه دا مانا لري چې ددې پروژې د پلي کېدو چارې به د ولسي تړون پروګرام مخته وړي او که چیرته موږ په درېیمه کټګوري کې د چیک() علامه وکړه دا مانا لري، چې ددې پروژې د پلي کېدو چارې به حکومت او نور اړونده موسسات مخته وړي.
له دې سره سره چې د اقلیم بدلون یو نړیوال بحث دی خو ورته پام د هر دولت کار دی.د اقلیمی بدلون په شتون کې نه یوازې اورښت او اوبه کمیږی بلکې پیښې هم ډیریږی.
اقلیمي کارپوهان په دې باور دي، چې دغه بهیر کولی شي وچکالۍ، سېلابونه، ګردبادونه او توپانونه زیات کړي. د ځمکې د حرارت درجې په لوړېدو سره د بوټو په کښت کې هم بدلون راځي. که چېرې په هوا کې لږ بدلون هم راشي، د بوټو د عمر او تولید کمېدو لامل کیږي. په ځنګلونو کې د بوټو د کچې کمېدو له امله، چې کولی شو په ځینو مواردو کې د شاړو دښتو زیاتېدو نوم ورکړو، په ځنګلي سیمو کې د وحشي حیواناتو ژوند لپاره چاپیریال نامساعدوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۴
Background image

هلمند کې د پستې نیالګیو تولید په پارهڅې، د پستې زرګونه نیالګي تولیدېږي

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د مرکز لښکرګاه د بولان د نیالګیو روزنځای کې د پستې   پنځه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۲
Background image

ننګرهار کې  ۷۲ زره څارویو ته د چنجیو ضد درمل  او واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوې 

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو دافغانستان لپاره د هالینډ کمیټې له لورې د ننګرهار ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې څارویو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۱
Background image

ننګرهار کې پر زرګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي 

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د اکشن اېډ مؤسسې او هلال هډ،ا کرنیز شرکت چارواکو سره په کتنه کې د یادو. . .

بازگشت