کرنې وزارت کې د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه ترسره شوه

mail-admin
Wed, Sep 09 2026 2:45 PM
کرنې وزارت کې د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ، په دغه وزارت کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د کرنې وزارت د اطلاعاتو، عامه پوهاوي رییس او ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي، د ځنګلونو رییس مولوي حسین احمد خورشید، د ملي دفاع وزارت او استخباراتو استازو او د کرنې سکټور سلاکارانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال، د کمېټې د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د کمېټې له غړو یې وغوښتل، چې د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې خپل طرحې، وړاندیزونه او نظرونه شریک کړي.
ورپسې د کمېټې غړو خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او د ځنګلونو د ساتنې، د ونو د غیرقانوني پرېکولو او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي په موخه یې د اړوندو ادارو ترمنځ د کاري همغږۍ او اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
همداراز، په غونډه کې په ولایتونو کې له حکومتي مسؤلینو او ځنګلبانانو سره د ناستو او خبرو اترو د ترسره کولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه، څو د ځنګلونو د ساتنې بهیر لا ښه او په دې برخه کې لا ډېره همغږي رامنځته شي.
غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS