کابل کې د کانګو تبې پر وړاندې مبارزه پيل شوه

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۸:۳۸
کابل کې د کانګو تبې پر وړاندې مبارزه پيل شوه

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۰
دلوی اختر د رارسېدو په درشل کې، د کابل دکرنې رياست له خوا په ښار او يوشمېر کليو او د کابل ولايت په ولسواليو کې د کانګو تبې پر وړاندې د مبارزې کمپاين پيل کړی دی.
دياد کمپاين په ترڅ کې د ښار او کلي هغه سيمې چې ډېر څاروي او غوجلې په کې دي او په دې ناروغۍ په ککړو کنو د شته څارويو د شتون شونتيا په کې ډېره وي د برنامې تر چتر لاندې نيول کېږي.
ياد کمپاين د اتو ورځو لپاره ده، چې په ترڅ کې يې په کنې ککړو څارويو او غوجلو درمل شېندل کېږي.
د کانګو تبه (CCHF) يو وژونکی میکروبي (ویروسي) ناروغي ده، چې له څارويو انسان ته لېږدي. ددې ويروس لوی لېږدوونکي غوا، وري، وزې او نور څاروي دي.
ددې ناروغي ويروس د کنو د چيچلو او يا د ککړو (منتن) څارويو له وينې او غوښې سره د تماس له لارې په مستقيمه توګه انسانانو ته لېږدي.
د کانګو تبې د مخنيوي په پار  مشکوکې غوجلې او څاروي بايد دواپاشي شي، د څارويو غوښې ښه پاخه او د څارويو د حلالولو پر وخت محافظتي جامې واغوستل شي او له څارويو سره تر تماس وروسته لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومينځل شي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کانګو تبي مخنيوي په پار هر کال کمپاينونه په لاره اچوي او پر څارويو ددې ناروغۍ ضد واکسين پلي کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۴۵
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

کندهار کې ۸۰ بېوزلو او راستانه شویو کورنیو ته د وزو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ښار د شپږمې ناحیې او ژړۍ او ارغستان ولسوالیو کې ۸۰ بېوزلو، اړمنو او تازه راستانه شویو کډوالو کورنیو ته د ۴۳ زره امریکايي ډالرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۴۶
Background image

میدان وردګو کې د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت په موخه ۶۰۰ بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه

۱۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې او مالدارۍ سکټورونو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د سازښت او د بزګرانو د مقاومت د کچې د لوړولو په موخه، د کرنې او مالدارۍ سکټور د. . .

بازگشت