پکتیکا کې ۱۲۱۰ کسانو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۳۱
پکتیکا کې ۱۲۱۰ کسانو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې 

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د ګومل او جانیخیل ولسوالیو په سیمو کې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي»  په مالي ملاتړ او د «هیلټو» موسسې په تخنیکي همکارۍ، ۱۲۱۰ تنو مستقیمو ګټه اخیستونکو ته د بېلابېلو پرمختیایي پروژو له لارې د کار په بدل کې د دوو میاشتو معاشونه ورکړل شول.
یادې پروژې د اوبولګولو کانالونو، د اوبو حوضونو، ترینچونو، د سړکونو ترمیم، د ګبیون دېوالونو جوړول، د مالدارۍ برخه او د خوړو د پروسس پروژې رانغاړي، چې له امله یې سلګونو کسانو ته د کار مناسب فرصتونه برابر شوي دي.
د  پکتیکا د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، هر یو ګټه اخیستونکي ته د کار په بدل کې د میاشتې شپږ زره او ۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوې، چې د دوو میاشتو لپاره یې ټولیزه اندازه ۱۲ زره او ۸۰۰ افغانۍ کېږي.
په ټوله کې، د دواړو ولسوالیو په سطحه نږدې ۱۶ میلیونه افغانۍ د کارګرو ترمنځ وېشل شوې دي.
دغه پروګرام د کرنې وزارت، نړۍوالو مرستندویو مؤسسو او سیمه‌ییزو ادارو ترمنځ د همغږۍ یوه بریالۍ بېلګه بلل کېږي، چې موخه یې د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه‌والی او د کرنیزو خدمتونو پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت