پکتیکا کې د څارویو کلینیکونه وڅارل شول
دپکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا په دې ولایت کې یو شمېر حیواني کلینیکونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې ددغو کلینیکونو چارواکو ته ته سپارښتنې وشوې ترڅو له نسخې پرته د درملو پلورلو څخه ډډه وکړي، ددې ترڅنګ د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو د جوازونو څارل شامل دي.
دغه راز ددې څارنې په ترڅ کې یو اندازه تاریخ تېر درمل هم راټول شول.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو د پلور مخه ونیول شي، مالدارانو ته نسخې ورکولو، په خپل سر ددرمل پلورنځیو پرانستلو او د غير قانونې درملو مخنيوی وشي.