پکتیا کې د پیازو او کچالو ۸۱ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۳ - ۹:۱۸
پکتیا کې د پیازو او کچالو ۸۱ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې او د دې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له لارې، د پکتیا په ولایت کې د پیازو او کچالو ۸۱ زېرمتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل. دغه زېرمتونونه ۴۱ یې د پیازو ساتنې او ۴۰ نور یې د کچالو ساتنې لپاره جوړ شوي دي. برخمن شوي بزګران اوس دکال څه باندې ۵۰۰ ټنه پیاز او کچالو چې د دوی له مصرف او پلور څخه زیاتیږي کولا شي، چې په دغو زېرمتونونو کې یې زېرمه کړي.
ددغو زېرمتونونو رغنیزې چارې د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې  (HVCDSP)له خوا پرمخ وړل کېدل.
ددغو زېرمتونونو ټولیز لګښت ۴۴ میلیونه او ۸۰۶ زره او ۴۱۸ افغانۍ ده. د پیازو د زېرمتونونو لګښت ۲۰ میلیونه او ۱۸۵ زره او ۸۵۸ افغانۍ او دکچالو د زېرمتونونو لګښت ۲۴ میلیونه او ۶۲۰ زره او ۵۶۰ افغانۍ ده. ددې لګښت ۸۰ سلنه دکرنې وزارت او ۲۰ سلنه نور یې برخمن شوي بزګران ور کړي دي.
یاد زېرمتونونه هر یوه یې د ۱۲ مټریک ټنه پیاز او کچالو د ساتنې وړتیا لري. په ټولیزه توګه له دغو زېرمتونونو څخه په استفادې سره د پکتیا بزګران کولای شي، چې دکال نږدې ۴۹۲ مټریک ټنه پیاز او ۴۸۰ مټریک ټڼه کچالو زېرمه او په مناسب وقت کې یې بازار ته وړاندې کړي.
تېر کال د پکتیا ولایت په ۹۵۰ هکټاره ځمکه کې کچالو او ۷۳۰ هکټآره ځمکه کې پیاز کرل شوي ول. له دغو کروندو څخه نږدې ۱۵ زره او ۵۸۰ مټریک ټنه کچالو او ۱۰ زره او ۹۵۰ مټریک ټنه پياز تر لاسه شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیا ولایت ته د عشر او زکات د تنظیم لوی رییس سفر

۱۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد او ورسره مل پلاوي د خپل کاري سفر په ترڅ کې پکتیا ولایت کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د اوبو سپما او کرنیزې ودې د پروژو چارې پیل شوې

۱۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا ددې ولایت د یایمیرداد په ولسوالی کې د کلیوالي ودې او پراختیا د پروګرام په ترڅ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش ريیس مولوي محمد سعید او د د. . .

بازگشت