پکتیا کې د واټرشیډونو د جوړیدو چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۰:۷
پکتیا کې د واټرشیډونو د جوړیدو چارې پیل شوې

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هیلتو مؤسسې په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوالې ادارې په مالي ملاتړ ددې ولایت په جاني خېلو او روحاني بابا ولسوالیو کې د واټرشیډونو او تراسونو د جوړېدو چارې پیل شوې.
د همکارې موسسې د مسؤلینو په وینا د نوموړې پروژو په تطبیق سره به د سیمې  سلګونو اوسیدونکو ته  کاري فرصتونه برابر شي، د یادونې وړ ده، چې سږ کال به د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوالې ادارې لخوا په یادو ولسوالیو کې د باراني اوبو د ذخیري او سیلابونو د مخنیوي په پار  ۶۰۰۰  ترنچونه ( کوچنۍ کندې) په جاني خېل او په ۷۵ جریبه کې تراسونه په روحاني بابا ولسوالۍ کې جوړ شي.
د پکتیا د کرنې ریاست په استازیتوب د جاني خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو مدیر د هیلتو مؤسسې له مسؤلینو مننه وکړه او د پلي کیدو په برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ  ورکړ، او ویې ویل چې دا ډول پروژې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او سیلابونو په کنترول کې مهم رول لوبوي، همدارنګه ده زیاته کړه، چې د پروژې د ښه او پر وخت پلي کیدو لپاره باید د همکارې مؤسسې کارمندان او د سیمې اوسیدونکي پوره هڅه وکړي.
له یادو پروژو څخه به په سلګونو کورنۍ ګټه واخلي او ترپوښښ لاندی به یی راولي، همدارنګه دغه پروژې به د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د یادو ولسوالیو اړونده کلیو د پرمختیایي شورا او طبیعي سرچینو د مدیریت ټولنو سره په پوره همغږې تطبیق شي.


کار ساخت بندهای آبخیز (واترشید) در پکتیا آغاز شد
۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا با همکاری مؤسسه هیلتو و به حمایت مالی برنامه جهانی غذا، کار ساخت واټرشیډها و تراس‌ها را در ولسوالی‌های جانی‌خیل و روحانی بابا این ولایت آغاز کرده است.
به گفته مسئولان مؤسسه همکار، با تطبیق این پروژه‌ها برای صدها تن از باشندگان محل زمینه کاری فراهم می‌شود. شایان ذکر است که در سال روان، برنامه جهانی غذا در ولسوالی‌های یادشده برای ذخیره آب‌های باران و جلوگیری از سیلاب‌ها، شش‌هزار ترنچ (کندک‌های کوچک) در جانی‌خیل و تراس‌ها در مساحت ۷۵ جریب زمین در ولسوالی روحانی بابا احداث می‌نماید.
مدیر امور زراعتی ولسوالی جانی‌خیل که از سوی ریاست زراعت پکتیا در این پروژه نمایندگی می‌کرد، از مسئولان مؤسسه هیلتو قدردانی کرده و اطمینان داد که در روند تطبیق پروژه همکاری همه‌جانبه خواهند داشت. وی گفت که چنین پروژه‌ها در تغذیه آب‌های زیرزمینی و کنترل سیلاب‌ها نقش مهمی دارند. او افزود که برای تطبیق مؤثر و به‌موقع پروژه، باید کارمندان مؤسسه همکار و باشندگان محل همکاری و تلاش جدی نمایند.
از این پروژه‌ها صدها خانواده مستفید خواهند شد و تحت پوشش آن قرار می‌گیرند. همچنان، این پروژه‌ها در هماهنگی کامل میان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری پکتیا، شوراهای انکشافی قریه‌های مربوطه و انجمن‌های مدیریت منابع طبیعی در ولسوالی‌های یادشده تطبیق می‌گردند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت د نوي مالي او اداري مرستیال له اړوندو څانګو سره تعارفي غونډه ترسره شوه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نوي مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تعارفي غونډه د دې معینیت تر چتر لاندې له ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۴:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د لغمان ولایت د «ختیځ ځلاند» شرکت څخه لیدنه وکړه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور د خپل مل پلاوي سره یوځای د لغمان ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۱:۴۶
Background image

د ننګرهار او لغمان د کرنې رییسانو ادلون بدلون او پر نوو دندو ګمارنه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د نورستان ولایت د کرنې رییس او د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د ننګرهار د کرنې رییس. . .

بازگشت