پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو خدماتي موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې پر ۹۰۰ تنو اړمنو مالدارانو د څارویو خوراکه ووېشل شول.
د یادې مرستندویه پروسې د وېش په مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي، د مالدارۍ آمر قاري نورالله دروېش، د ریاست اړوندو کارکوونکو، د افغان ځوانانو خدماتي موسسې مسؤلینو، مالدارانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې مولوي سیدامین هاشمي مالدارانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغان ځوانانو خدماتي موسسې څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې دا مرستې د مرکز ګردېز په کچه پر ۹۰۰ مالدارانو ووېشل شوې، چې د یاد پروګرام له مخې به هر مالدار ته ۲۰۰ کیلو ګرامه حیواني خوراکه په وړیا ډول ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروګرام موخه د اړمنو مالدارانو ملاتړ او پر خپلو پښو درول دي، ترڅو د هغوی اقتصادي وضعیت ښه شي او د مالدارۍ سکتور لا پیاوړی شي.
ورپسې د افغان ځوانانو خدماتي موسسې مسؤل ضیاالرحمن هلال وویل، چې د دې مرستندویه پروګرام موخه د اړمنو مالدارانو ملاتړ او د هغوی د مالدارۍ دوام تضمینول دي. نوموړي زیاته کړه، چې افغان ځوانانو خدماتي موسسه به د همکارو ادارو سره په ګډه هڅه وکړي، څو په راتلونکي کې هم ورته اغېزمنې مرستې د مالدارانو لپاره برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت