پکتیا: رباط سیمه کې د دولتي ځمکې د غصب مخه ونېول شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۱:۳
پکتیا: رباط سیمه کې د دولتي ځمکې د غصب مخه ونېول شوه


۱۵ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۸ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
دپکتيا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولايت د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې غړو د مرکز ګرديز اړوند د رباط پشتې غونډيو سيمه کې د هغې دولتي ځمکې د غصب مخه ونېوه، کومه چې د‌ سیمه ییزو زورواکو له لخوا يې د جوړونې چارې روانې وې، د يادې سيمې شمال ته د رباط کلی، جنوب ته يې د غزني عمومي سړک، ختيځ ته يې د سرح دارې خوړ او لويديځ ته يې لويه ژور سيمه پراته ده.
ياده کميټه کومه دکرنې ریاست په مشرۍ د امیرالمؤمنین د هغه حکم د‌ تطبيق په موخه جوړه شوې چې له مخې يې بايد په ټول هېواد کې د امارتي ځمکو مخه ونېول شي.
د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه د پکتیا په مرکز ګرديز کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت