هېواد کې د ځمکني توتانو تولید سږکال ۹ سلنه ډېر شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۴۲
تولید توت‌زمینی در کشور امسال ۹ درصد افزایش یافته است


۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو د ریاست د شمېرو له مخې، سږکال په ټول هېواد کې ۶۸۱ متریک ټنه ځمکني توت تولید شوې ده، چې دا د تېر کال په پرتله ۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
په روان کال کې په ټولیز ډول یوزر او ۸۱ هکټاره ځمکه د هېواد په شپږو ولایتونو کې د ځمکني توتانو تر کښت لاندې وه، چې تر ټولو ډېر حاصل د بلخ، هرات او ننګرهار له ولایتونو څخه ترلاسه شوی دی.
تېر کال په هېواد کې ۵۷۵ هکټاره ځمکه د دې مېوې د کښت لپاره ځانګړې شوې وه، چې له هغې څخه ۶۲۲ متریک ټنه ځمکني توتان راټول شوي و.
د بلخ، هرات او ننګرهار ترڅنګ، د بدخشان، پنجشیر او دایکندي ولایتونو بزګرانو هم د ځمکني توتانو کرکېله کوي.
ځمکني توتان د هېواد له ارزښتناکو کرنیزو حاصلاتو څخه ګڼل کېږي، چې د مناسب اقلیمي شرایطو له امله یې کرنه او روزنه په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې ده. دغه مېوه د کیفیت له پلوه له بهرنیو محصولاتو سره سیالي کولی شي او په کورني بازار کې هم ښه پلورل کېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو د ملاتړ او د شنو خونو د جوړولو له لارې هڅه کوي، چې د دې خوندورې مېوې کرنه او ترویج په هېواد کې لا پراخ او ډېر کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت