هلمند کې د کب روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو ۴۸ زره بچې روزل کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۹:۸
هلمند کې د کب روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو ۴۸ زره بچې روزل کېږي

هلمند کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي او د کبانو روزنې ته د خلکو لیوالتیا زیاته شوې ده، چې په همدې برخه کې لسګونه نوي فارمونه جوړېږي او ګڼو خلکو ته پکې د کار او روزګار زمینه برابره شوې ده. 
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د خصوصي سکټور د کب روزنې د یو شرکت له لوري ۴۸ زره د کبانو بچي د روزنې په موخه هلمند ته را انتقال شوي وو چې د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت د مسؤلینو د لارښؤنې سره سم فارمونو ته واچول شول. 
دکب روزنې دغه فارمونه د کرنې ریاست اړوند د مالدارئۍ او حیواني روغتیا آمریت کارمندانو د مسلکي لارښؤنو مطابق له وړاندې رغول شوي دي، چې وخت پر وخت یې مسؤلینو ته لازمې لارښونې او سپارښتنې ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۲:۲۶
Background image

کندهار کې د انار په نوم درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار په ولایت کې د کډوالو نړۍوالې ادارې «ای.او.ام» په مالي ملاتړ او د یو خصوصي شرکت په تخنیکي همکارۍ د انارو په نوم درې ورځنی ملي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۴۶
Background image

د روزګان چهار چینو ولسوالی کې پر ۱۱۸ اړمنو کورنیو وزې ووېشل شوې

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د چارچینو په ولسوالی کې د افغان پرمختیايي مؤسسې په مالي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

هلمند کې لسګونو مالدارانو ته عامه پوهاوی ترسره شو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په همغږۍ، د وزارت له لوري راغلي تخنیکي پلاوي د مرکز. . .

بازگشت