هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۰:۲۱
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه 

۲۰ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۹۲یمه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
تخنیکي پلاوي په نننۍ ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې او په اړه یې لازمې کړنې ترسره کړې.
په دې غونډه کې په نهرسراج ولسوالی کې د ناصرانو، نورزو ، کاکړانو او اسحقزیو  ترمنځ د ۴۵۰۰ جریبه ځمکې پر سر رامنځته شوې دعوی په مورد  اړونده اسناد مطالعه شول او پرېکړه وشوه، ترڅو یوه ځانګړې پلاوي دي دغه موضوع تر دقیقې او بشپړې څېړنې وروسته د ځمکو د غصب مخنیوی کمیسون ته د بعدی اجرائتو په موخه واستوي .
همدارنګه په مارجې ولسوالی کې د اصلاح شویو تخمونو د تصدۍ د ۷۵۰۰ جریبه ځمکې د غصب څخه خلاصولو په موخه موجوده اسناد مطالعه شول، او په اړه یې پرېکړه وشوه ترڅو د سیمې اصحاب الحدود، کوردینات او کروکي یې ترتیب او وروستیو اجرائتو په موخه یې دوسیه مرکز ته ولېږدول شي .
ددې ترڅنګ د (سی ۳) په سیمه کې د حاجي ادم لخوا د لویو موټرانو د هډې د ځمکې موضوع وارزول شوه او تصمیم ونیول شو، ترڅو ښاروالی او ښارجوړونې ریاست ته یې اسناد محول کړل شي، چې هغوی یې له مخې  اصولي کړنې ترسره کړي .
همدارنګه په نننۍ ناسته کې د ځمکو د غصب مخنیوی کمیسون لخوا د استرداد شویو ځمکو د اجارو کړنلاره تشریح شوه.
تخنیکي پلاوي دغه راز  په نهرسراج ولسوالی کې د محمداسمعیل خان مېنې په نوم ښارګوټی، چې په ۵۲ .۴۲جریبه ځمکه کې جوړ دی، ددې ښارګوټي د اسنادو نیمګړتیاوو پوره کولو په پار مسؤلینو ته دنده وسپارل شوه، ترڅو دوسیه یې بشپړ او مرکز ته ولېږدول شي .
په یاده ناسته کې دغه راز د (پي ار ټي) سیمې د خلکو د ۴۰ جریبه ځمکې د ملکیت ددعوې په اړه پرېکړه وشوه ترڅو موضوع یې تر بشپړی څېړنې، دشخصي او امارتي ځمکو تر تفکیک وروسته دځمکو د غصب مخنیوی کمیسون ته ولېږل شي.
وروستیو کې د لسګونو مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدل شوې او د حل په برخه کې ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت