هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۰:۱۷
هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

۲۵ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرخولو تخنیکي پلاوي په داسې حال کې نهرسراج ولسوالی ته سفر وکړ چې د یاد پلاوي رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج ترڅنګ، د عدلیې رییس الحاج مولوي محمد محمدي، دکور او ښارجوړولو رییس الحاج مولوي نیک محمد معتصم، لښکرګاه ښاروال الحاج مولوي عبدالله روحاني، امنیې قوماندانۍ استازي ملا عبدالرحمن طلحه او یو شمېر فني مامورینو او انجنیرانو  یې ملتیا کوله. 
د یاد سفر موخه په نهرسراج ولسوالی کې د ٤٥٠٠ جریبه ځمکې تثبیت او ارزونه وه چې  پر سر یې د څلورو قومونو ترمنځ شخړې روانې دي.
 یاده ځمکه چې شخصي او امارتي سره ګډه ده ، د څلورو قومونو ترمنځ (ناصران، کاکړان، نورزی او اسحق زي) یې لوري دي، ددعوې جریان، اسناد او سوابق یې د لا ښې ارونې په موخه د ځمکو غصب مخنیوی کمیسیون لخوا تخنیکي  پلاوی ته سپارل شوې دي ترڅو د شخصي او امارتي ځمکې تشخیص او تثبیت یې ترسره شي او بیا یې په اړه عالي مقاماتو ته راپور وړاندې شي.
تخنیکي پلاوي یادې ځمکې څخه له نږدې لیدنه او ارزونه وکړه، د یادې اروزنې په لړ کې د یادې ځمکې د شخصي او امارتي ترمنځ تفکیک، د متصرفینو اشخاصو پېژندنه، د ځمکې حدودات، د ځمکې اصحاب الحدود، کوردیناتي نقطې، سکېج او کروکي یې ترتیب او  همدارنګه په سیمه کې د دعوی له اړونده لوریو او سیمئیزو اوسیدونکو سره لیدنې وشوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت