هلمند کې د پنبې حاصلاتو د شمېرو راټولولو په موخه سیمینار دائر شو 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۴:۴۸
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، په دې ولایت کې د پنبې د حاصلات ارزولو او د شمېرو ترلاسه کولو په موخه د مرکز لښکرګاه او ولسوالیو د کرنې کارکؤنکو ته یو ورځنۍ سیمینار دائر شو. 

۹ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، په دې ولایت کې د پنبې د حاصلات ارزولو او د شمېرو ترلاسه کولو په موخه د مرکز لښکرګاه او ولسوالیو د کرنې کارکؤنکو ته یو ورځنۍ سیمینار دائر شو. 
ددغه روزنیز سیمینار د پیل پر مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ ریاست اړوند  د احصایې او معلوماتو مدیر  انجنیر نجیب الله وفا وویل :«غواړو په هلمند کې د پنبې د حاصلاتو ارزونه وکړو، ددغې ارزونې او سروې پر مهال به د هر في متر مربع ځمکې حاصلات راټولېږي، وزن کېږي او له مخې به یې د هر جریب په کچه د حاصلاتو مقدار معلومېږي.»
هغه وویل، هڅه کوي ترڅو هلمند کې د پنبې د کرنې او روزنې لپاره بزګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي، چې له مخې به یې په بېلابېلو برخو کې ځمکوالو سره مرستې ترسره شي.
په یاد روزنیز سیمینار کې د پنبې د کرنیزو شمېرو او حاصلاتو معلومولو په موخه لازم معلومات له ګډونوالو سره شریک شو، چې دغه کارکوونکي به په عملي ډول په مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کې د پنبې د احصائیوي ارقامو په راټولولو کې ترې ګټه واخلي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت