هلمند کې د پستې بڼونه او نرسرۍ په پراخېدو دي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۹ - ۸:۲۶
هلمند کې د پستې بڼونه او نرسرۍ په پراخېدو دي
۱۸ چنګاښ ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د همکارو موسسو او خلکو په همکارۍ په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د پستې ۳۴۰ جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې ډېره ښه پایله یې هم ور کړې ده.
د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې په دې ولایت کې د پستې د بڼونو په جوړولو کې د خصوصي سکټور ونډه د پام وړ دی.
ښاغلی الکو وایي: «له نېکه مرغه په دې وروستیو کې د پستې د بڼونو جوړولو او ترویج په پار هلې ځلې کړندي شوي دي.»
یو تن مخکښ هلمندي بزګر محمدلعل، چې په خپلو ځمکو کې یې د پستې بڼ جوړ کړئ، وایي هر کال د پام وړ حاصل راټولوي او ترڅنګ یې د پستې د نیالګیو قوریه یې هم جوړه کړي ده، چې د کندهار ولایت ترڅنګ د هلمند په یوشمېر ولسوالیو لکه نوزاد، باغران، سنګین، دیشو، ګرمسیر، ګرشک، نادعلي، مارجه، ناوې او د ښار په ځینو سمیو کې په انفرادي توګه او د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ پروژې له لارې د پستې نږدې لس زره نیالګي پلورلي او له یادو نیالګیو بزګران د پستې بڼونه جوړ کړي دي. محمدلعل اوس هم په خپل قوریه کې د پستې څلور زره نیالګي د پلور لپاره لري.
باید وویل شي، چې پسته په افغانستان کې یو له مهمو اقتصادي نباتانو څخه ګڼل کیږي، چې د یوشمېر هېوادوالو د اقتصاد لویه برخه جوړوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۱۲
Background image

نورستان کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو او حبوباتو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد ریاست په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۸
Background image

هلمند ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر؛ خانشین ښاروالۍ ته د زر جریبه ځمکې د لېږد بهیر پیل شو

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ښاري پراختیا او منظمې ابادۍ د بهیر د چټکتیا په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی هلمند ولایت ته سفر کړی،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۵۹
Background image

بلخ کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کنو پر ضد دوه ورځنی ستر ورکشاپ ترسره شو

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د کنو  پر وړاندې د مبارزې او د کانګو وینې بهوونکې تبې د مخنیوي په موخه دوه ورځنی. . .

بازگشت