هلمند کې د هالنډ کمېټې د کرنیزو فعالیتونو څارنه وشوه
۲۸ کب ۱۴۰۲ه.ش
۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
دهلمند ولایت، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې، د مؤسساتو د فعالیتونو د مؤثریت په موخه، د څارنې او ارزونې تخنیکی پلاوي ګمارل شوی، چې په ترکیب کې یې ددې ریاست تخنیکي او مسلکي سلاکار او د مالدارۍ او حیواني روغتيا آمریتکارکوونکي شامل دي. یاد پلاوي د خپلو کړنو په ترڅ کې ددې ولایت د مرکز لښکرګاه او نهرسراج ولسوالی کې دافغانستان لپاره د هالنډ کمېټې (ډي سي اې) مؤسسې له ترسره شویو فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره کړه.
دیادې څارنې په ترڅ کې په نوموړو سیمو کې د حیواني کلینیکونو او د څارویو د وړیو کاروباریانو چارې وارزول شوې.
د ارزونې په لړ کې په بېلابېلو برخو کې د هلمند دکرنې ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي ورسره د چارو لا بهبود په موخه خپلې مشورې او نظریات شریک کړل.