هلمند کې د طبي بوټو د تشخیص، تثبیت او سروې چارې پیل شوې
۲۹ کب ۱۴۰۲ه.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي سرچینو آمریت کارکوونکو او د اړونده ولسوالیو د کرنې مسؤلینو په همکارۍ د ارزښت لرونکو طبي بوټو د تشخیص، تثبیت او سروې چارې پیل شوي دي.
د یادې سروې چارې د هلمند ولایت په څلورو شمالي ولسوالیو لکه واشېر، نوزاد، بغني او باغران کې په لاره اچول شوي دي، چې په ترڅ کې به یې د ارزښت لرونکيو او طبي بوټو ځمکې او سیمې تر تشخیص او تثبیت وروسته په نښه کړل شي.
د نوموړې سروې په لړ کې به د انجې، اورشي، استغ، شنو، او ترخو بادامو هغه کروندې چې په خپل سرې او طبیعي ډول په دښتې او غرنیو سیمو کې راشنه شوي دي د ښې ساتنې او پالنې په موخه د یادو ولسوالیو د کرنې مسؤلینو ته وسپارل شي.
د یادولو وړ ده، چې دغه طبي او ارزښت لرونکي بوټي به د کرنې وزارت د ځانګړې کړنلارې له مخې په مسلکي ډول د تدارکاتي پروسې له لارې په قرارداد ورکول کېږي او په سیمه کې به هیچاته په خپل سرې توګه ورڅخه د ګټې اخستنې اجازه ورنکړل شي.