هلمند کې د بزکر مېله او نوی کال ونمانځل شول
۳ وری ۱۴۰۰
د هلمند دکرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا د وري دويمه د بزګر ملي ورځ ددې ولايت د سيمه ييزو چارواکو او يوشمېر اوسېدونکو په شتون کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شول.
یاد مراسم چې، په کې د هلمند ولایت والي جنرال عبدالنبي الهام او د کرنې رييس زلمي الکو تر څنګ د بېلابېلو ادارو رييسانو، بزګرو، مالدارو، قومي مشرانو او ښځو هم برخه لرله د بېلابېلولو کرنیزو توکو او لاسي صنایعو توکي هم نندارې ته وړاندې شول.
په پیل کې د کرنې ريیس لخوا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي پیغام ګډونوالو ته واورول شو ، ورپسې د کرنې ريیس د ۱۳۹۹ يم کال لاسته راوړنې او د ۱۴۰۰ کال پلانونه له ګډونوالو سره شریک کړل.
دهلمند والي جنرال عبدالنبي الهام په خپلو خبرو کې هيله وښوده، چې سږکال به افغانستان لپاره د سولې ،هوساينې او پرمختګ کال وي.
ښاغلي الهام دترسره شويو پروژو او ددولت له خوا دنویو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د کرنې وزارت له خوا هر کال د وري دويمه د بزګر ورځ د هېواد د پلازمېنې تر څنګ په بېلابېلو ولايتونو کې په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي او دفصل بېلابېل مالدارۍ او کرنيز توکي نندارې ته وړاندې کېږي.