هرات کې ۲۰ زره تُني فلزي سیلو جوړېږي

content_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۴:۳
هرات کې ۲۰ زره تُني فلزي سیلو جوړېږي

۱۰ زمری ۱۴۰۰
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، ټاکل شوې، چې د کرنې وزارت اړوند د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې «EATS» له لارې په دې ولایت کې د غنمو ساتنې په پآر یو فلزي «د لېږد وړل» ۲۰ زره ټني سیلو جوړ شي.
د هرات د کرنې ریاست زیاته کړه، چې د یاد سیلو د جوړولو په پار د مشورې او همغږۍ په موخه د کاري شریکانو د ۵۰ تنو استازو په ګډون یوه ورځنۍ مشورتي ورکشاپ یې په لاره اچولې ده.
د هرات د کرنې ریاست وویل ټاکل شوې، چې یاد سیلو د لویدیځې حوزې په کچه د غنمو ساتنې او د اسټراټیژیکو زېرمو وړوتیا لووړلو په موخه د پنځه میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د هلمند ناوه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د ناوې ولسولی د کرنیزو خدمتونو مدیریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین مدیریت کارکوونکو له لوري ګڼو  بزګرو ته د غنمو له تخمونو سره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۳۹
Background image

د ننګرهار بهسودو ولسوالی کې ۲۰ بېوزله او کونډو مېرمنو ته کورني چرګان ووېشل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان د کرنې ښوونې او روزنې د ودې مؤسسې په بهسودو ولسوالۍ کې ۲۰ ناچاره او کونډو مېرمنو ته د هګۍ چرګې وېشلې.
د ننګرهار د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۳۴
Background image

د افغانستان د کرنې مرستیال د ایران - افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې غړو سره په تهران کې لیدنه وکړه 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدر اعظم عثماني، په تهران ښار کې د ایران - افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې له غړو سره د لیدنې پر مهال په ځانګړي ډول د. . .

بازگشت