هرات کې لومړنی مدرن او معیاري مسلخ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۵:۳۱
نخستین مسلخ معیاری و مدرن حیوانات در هرات به بهره‌برداری سپرده شد

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري او د هرات والي سید وحید قتالي له خوا په دې ولایت کې لومړنی مدرن اومعیاري مسلخ یا«د څارویو د حلالې کار ځای» ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ددې مسلخ د ګتې اخیستنې په پار جوړه شوې غونډه کې، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل: «د هرات مسلخ د اسیايي پراختیايي بانک په مالي مرسته د شپږ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت په ۲۵ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده.»
ښاغلی غفوري وویل، چې یاد مسلخ په یوه کاري شفت کې د ۵۰۰ وزو او پسونو او ۱۰۰ غواوو د ذبح کولو ظرفیت لري. دغه مسلخ نه یواځې د غوښې او اړونده فرعي  محصولاتو د کیفیت او ارزښت د لوړوالي لامل کېږي بلکې کارموندنه هم ورسره پراختیا مومي.
د هرات مسلخ په عصري تکنالوژیو سمبال شوې ده، چې بېلابېلې برخې لکه له ذبحې مخکې د څارویو د څارنې او ارزونې  لپاره ځای؛ د پسونو، وزو او غواوو د پروسس ځانگړي لیکې؛ د اضافي محصولاتو  لپاره ځانگړي ځایونه؛ د غوښې او فرعي محصولاتو د ساتلو لپاره سړې خونې؛ د غوښې د معاینې لابراتوار، د قرنطین او د انسینیراتور برخې؛ د اړینو اسانتیاوو سره اداري تعمیر او د کارکوونکو لپاره اړینې څانګې؛ د غوښې د لېږد په پار یخچال لرونکي موټرونه او د څارویو د لېږد په پار موټر، سړکونه، د موټرو تم ځای، د ناپاکو اوبو د تصفیې سیسټم، جنراتور او د لومړنیو روغتیایي مرستو خونه سولر واټر هیټر او شنه سیمه لري.
 د دغو مسلخونو جوړول د قصابیو په خوندیتوب، چاپېریال ساتنې او د غوښې صادراتو ته د زمینې برابرولو په برخه کې رغنده رول لري.
هرات د هېواد یو کرنیز ولایت دی، چې د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ تولیداتو په برخه کې ښه ځای لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۶:۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د قوش تیپې کانال څخه لیدنه وکړه

۱۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند«حاجي سالم» د بلخ ولایت په کلدار ولسوالی کې د قوش تیپې کانال له سر. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۴۹
Background image

بلخ کې د کروندګرو د اضافي غنمو د پېر او زېرمه کولو درې ګونه کمېټې تر ګمارنې وروسته خپلې چارې پیل کړې

۱۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د بلخ دکرنې ریاست، سیلو، صنعت او سوداګرۍ، مستوفیت او د لایت مقام د استازو په شتون کې د بیې ټاکنې، معاینې «سمپل اخیستنې» او تسلیم ګیرۍ«زېرمه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

بازگشت