نیمروز کې سږکال ۸۰ هکټاره نوي بڼونه جوړ او بیارغول شوي دي
۲۷ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د روان کال په ترڅ کې د نیمروز ولایت په بېلابېلو برخو کې ۸۰ هکټاره نوي بڼونه جوړ او بیارغولي دي.
دغه بڼونه چې ۳۰ هکټاره یې د مېوې بڼونه دي، د نیمروز ولایت په مرکز زرنج او ددې ولایت د چهاربرجک او خاشرود په ولسوالیو کې بیارغول شوي دي.
د یادو نویو بڼونو جوړول او د زړو بڼونو د بیارغولو ټولیز لګښت یومیلیونه او ۷۴۰زره او ۹۶۰ افغانۍ ده.
دغه راز روان کال د خاشرود او دلارام په ولسوالیو کې د پستې د پنځه هکټاره بڼونو جوړولو په پار د ۱۸ زره او ۲۲۵ افغانیو په لګښت د پستې تخمونه هم وېشل شوي دي.