نورستان کې ۴۵ شنې خونې جوړې شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۴:۵۸
نورستان کې ۴۵ شنې خونې جوړې شوې

۵ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دنورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي او د شپول مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په مرکز پارون، وایګل، کامدېش او نورګرام ولسوالیو کې د ښځینه بزګرانو د ملاتړ په پار ۴۵ شنې خونې جوړې کړي دي.
د نورستان دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې یاد بزګرې ښځې  په شنوخونو کې دکرکیلي او حاصل ټولو په پار روزل شوي دي او ترڅنګ یې پر دوی کیمیاوي سرې، د سبوتخمونه او په شنوخونو کې کارېدونکي توکي هم وېشل شوي دي.
ددغو شنوخونو جوړول د بېوزله کورنیو ملاتړ او په ټوله کې په ټولو موسمونو کې تازه سابه ته د خلکو لاس رسۍ او د خوړو خوندیتوب دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت